X

Online Doctor Help Line
Support: support@darrak.af | Phone: 0730833200
With our Doctor Help Line be in Touch with Doctors and Get Corona Virus
Protection and Precaution tips for Free.
Dr. Name Expert Field Contact
Sharafuddin Azimi Psychologist
Nematullah Asim MD
Masood Masoomzai Public Health
Qudrat Nursing
Noor Amin MD
Amin Nayer MD
Dr Rahim Hilal Physician
Qayum Atif pediatrician
Shafiullah Aoubi Orthopedic
Online Doctor
Copy Link

کرونا اړوند څو وړاندیزونه

لیکنه:آغاملوک سهار
۱: د کرونا ټیسټ په ټوله نړۍ کې د پام وړ خبره ده او پانګونه پرې وشوه. لنډې لارې یې رامینځ ته شوې نورو هېوادونو ځان ته وپېرل؛ خو دلته یې ټیسټ او پروسه یې بېخي د خلکو تر پام بد ور وستل، نو ښه به دا وي ورته پام وکړي، نوې ټکنالوجي یې را وارد کړي. یا یې خصوصي سکتور ته ورسپاري، ځکه اوس نه خصوصي سکټور ګټه کوي او نه وخت ضایع کوي او اوږدې پروسې عملي کوي. که دولت یې په افغان جاپان غوندې آډو باندې کوي هغه هم له اتو تر څلورو بجو رسمیاتو کې نو د کرونا کنټرول ناممکن دی. څومره چې کېږي د ټیسټ په نوې ټکنالوجي چې څو ساعتونو کې نتېجه معلوموي ودې پېرل شي. د ورځې باید له (۵۰۰۰-۱۰۰۰۰) ټیسټونه وسي یا زیات، کنه دا اوسنۍ پروسه نه یوازې مطلق په دولتي روغتیایي سیسټم اعتماد له منځه وړي بلکې د کرونا خپرېدو ته څو برابره چانس ورکوي.

۲: د عامي روغتیا وزارت له کلیوالو سیمو او ولسوالیو څخه دې د کرونا مشکوکو پېښو ریپوټ کولو تخنیک او حل لارو ته پام وکړي، ځکه ډېر کم کسان خپله آماده کېږي چې د دولت اوسنی روغتیایي ضعیف سیسټم ته ځان ورسوي او یا دې باور په وکړي. ښه داده چې خلک دې وهڅوي چې چم، ګاونډ او سیمه کې دې د اپلیکېشن، اس ام اس، زنګ او ایمیل له لارې مشکوکې پېښې ریپوټ کړي. موږ ورته د اپلیکېشن آسانتیا برابر کړه خو مخابراتو وزارت هغه ګل وکرل او له هغه وروسته مو ورته وویل هیڅ خبره نده اوس ددې وخت ندی، څه چې تېر سو ولاړو.خو زموږ اپلیکېشن ته خلک د ورځې لږ تر لږه له پنځوس تر سلو مشکوکې پېښې ریپوټ کوي، موږ به یې تاسو ته معلوماتو درکوو، تاسو ورسره اړیکه نیسئ. خو دوی نه یوازې ددې کار هرکلی ونکړ، بلکې ټلیفون او مسیج هم نه جوابوي؛ نو زما په نظر ښه حل لاره داده چې له دې تخنیکو او حل لارو کار واخلي چې خلک د ناروغانو په معلومولو او راوستلو کې همکار وي او ډېرې خپریدو مخه نیسي. کنه ډېری سیمو کې چې ناآمني ده یا اطراف دی او خدمات نسته نو خلک نه راځي او ناورین لا لویېږي، تر کومه چې موږ معلومات لرو، د دوی خدمات ګورو د خلکو وضعیت ارزوو نو د کرونا ناروغانو او مړینو شمیر تر رسمي شمېرو څو برابره زیات دی.

۳: دا یو ناورین دی نو دولتي اوږدې تدارکاتي پروسې او بیروکراسي دې یوه خوا کړي او په دې فکر وشي چې څنګه خدمتونه چټک او خلکو ستونزو ته رسیده ګي وشي.
یووال نوح هراري خبره کرونا طبي ناورین ندی بلکې سیاسي ناورین دی نو دلته هم سیاسي ناورین دومره خونړه کړه او کوي یې، نو اوس لا وخت سته چې لاس په کار شو.

۴: له دولتي او نړیوالو امکاناتو سره سره دې له شمتنو، تجارانو، کارآفرینانو، پانګوالو او خلکو څخه هم د مرستو راټولو په حل لارو کار وسي، لسګونو زرو تجارانو، کارآفرینانو او شتمنو سره د ناستو او همکاریو پروسه شروع شي چې موږ په یو ناورین کې یو. دولت ټول څه نسي برارولای تاسو څه کولای شئ؟زه باور لرم چې زرګونه شتمن، تجاران، کارآفرینان او پانګوال به دومره همکاري او امکانات برابر کړي چې دولتي مرستې او خدمات به پکې ډیر کم وي. یا ټکنالوجي نه په ګټه اخیستنه دې لکه د اس ام اس او اپ له لارې. مثلاً تاسو ته اس ام اس راځي چې تاسو غواړئ له اړمنو سره مرسته وکړئ؟ که غواړئ چې سل افغانۍ مرسته وکړئ نو لومړۍ شمېره او که غواړئ دوه سوه نو دوهمه شمېره... د هغه کس له کریډیټ کارټ څخه پیسې ګرځي، بېله وخت مصرف کولو او نغدو پیسو ورکول... د اس ام اس او نور ډولونه پیسو راټول هم اسان او هم بې خطره دی. دا پیسې به لکخ د ۵٪ کريډیټ مالیې په ډول میلیاردونه افغانۍ ټولېدې او اړمنو او ناچارو ته به لمړني امکانات پرې اخیستل کیدل(په تخنکي څرګوالي یې دلته بحث نه کوو). ښه مثال چې په مخکنیو ناورینونو کې کوریا او نور هېوادونو ديته ورته حل لارو یې ډېر څه کنټرول کړو او د ډېرو زیانونو مخه یې ونیوله.

۵: وروستۍ څېړنې ښیي چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې کرونا نه کابو کیږي حتا نور به هم حالات خونړي کړي. د سیمو قرنطین، ټولنیزه فاصله او نور ډېر محدودیتونه به په ځای وي او که واکسین جوړ هم شي نو لږ تر لږه یو کال وخت لا ورته پاتې دی. او چې جوړ هم شي نو د بډایه هېوادونو او سازمانونو په کنټرول کې دی. نو هغوی لومړی د ځان او خپلو هېوادونو غم خوري حتی ممکن نور توپیري چلند هم وشي.
نو دا باید له زړه وباسو چې که واکسین جوړ شو نو ستونزې حل دي. که واکسین جوړ هم سي نو چې تر موږ رارسېږي ممکن تر جوړولو یې لا وخت زیات ونیسي، نو خبره درنه ده باید ټول اړخونو ته یې پام وکړو، آیا دومره امکانات لرو چې دا اوږده موده ځان، کورنۍ او خلک ترې وباسو.

۶: دولت دې په نمایشي روغتونو جوړولو، امبولانس پېرلو، او نورو تشریفاتي، کمپایني شیانو په ځای لمړیتوبونو ته پام وکړي لکه د تنفس مصنوعي ماشینونو(ventilator)پېرل، قوي ټیم برابرول، ټیسټ شمېر لوړول، وقایه